اسلام اباد -- جيو نيوز خبر ورکړو چې د پاکستان ټولو پارټو په پارلمان کې د پنجشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۶مه) پوځي عدالتونو ته د دوو نورو کلونو لپاره د وخت ورکولو سره موافقه وکړه.
د قومي اسمبلۍ سپيکر ایاز صادق د پارلماني پارټو مشرانو سره په یو مشترکه نيوز کنفرانس کې وویل، پارلماني غړي به د دوشنبې په ورځ (د مارچ په۲۰ مه) په دغه بل باندې بحث کوي.
په پېښور کې په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په آرمې پبلک سکول باندې د تروریستي قتل عام نه وروسته، دغه عدالتونه په جنوري ۲۰۱۵ کال کې د دوو کالو لپاره جوړ کړی شول. په دغه بريد کې د ۱۴۰ نه زيات ماشومان او ښوونکي وژل شوي وو.