لاهور -- سما تلويزيون راپور ورکړو چې پولیسو د پنجشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۶مه) د فبرورۍ په ۱۳مه په لاهور کې د شوي ځانمرګي بريد څلور سهولت کاران ونيول.
د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې وياند وويل، د انوارالحق د معلوماتو په رڼا کې، د پنجاب پولیسو شکمن کسان ونيول. دغه نيولی شوی مرکزي شکمن کس په جرم کې ښکيل وو.
وياند وويل، د شکمن کسانو تحقيقات شروع دي.
په دغه بمي چاودنه کې لږ تر لږه ۱۵ کسان، د د دوو سينير پولیسو افسرانو په ګډون، وژل شوي وو. د طالبانو اورپکۍ ډلې جماعت الاحرار د دغه بريد مسوليت په غاړه اخيستی وو.