په خېبرپښتونخوا او خيبر ايجنسۍ کې ۳ امنيتي پرسونل او ۸ ترهګر ووژل شول

د سټاف راپور

پېښور -- ميډيا د جمعې په ورځ (د مارچ په ۱۷مه) راپور ورکړو چې په خيبر پښتونخوا او خيبر ايجنسۍ کې په وسله وال بريدونو کې درې امنیتي پرسونل او اته ترهګر ووژل شول.

د ډان خبرې اژانس له مخې، د پوځ د عامه اړیکو دفتر وويل، ځواکونو د جمعې په ورځ دوه ممکنه ځانمرګي بريد کوونکي چې د خيبر پښتونخوا په چارسده ډسټرکټ کې د فرنټير کور په تربيتي مرکز باندې یې بريد وکړو په ډزو ووژل.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر زياته کړه، چې د فرنټير کور يو غړی په دغه پيښه کې ووژل شو.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر وويل، چې په جلا توګه په خيبر ايجنسۍ کې د جمعې په ورځ د پولې په يو چيک پوسټ باندې په يو وسله وال بريد کې دوه سرتېري او شپږ بريد کوونکي ووژل شول.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر وويل، چې پاکستاني ځواکونو د پنجشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۶مه) د خيبر ايجنسۍ په راجګال دره کې هوايي بريدونه ترسره کړل. د پوځ د عامه اړيکو دفتر زياته کړه، چې هغوی د منع شوي لشکر اسلام مشر د منګل باغ د موجودګۍ په باره کې د معلوماتو په رڼا کي دغه بريدونه ترسره کړل.

د جيو تلويزيون له مخې، د پوځ د عامه اړيکو دفتر وويل، په دغه بريدونو کې "زيات شمېر" ترهګر ووژل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500