کوټه -- دنیا تلويزيون د دوشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۳مه) راپور ورکړو چې د بلوچستان د بم شنډولو سکواډ په کوټه کې د فيډرل بورډ آف ريونيو دفتر ته نږدې د دوو بمونو شنډولو سره د يو بمي چاودنی مخنيوی وکړو.
امنيتي سرچينو وويل، د بم شنډلو سکواډ د خفيه معلوماتو په بنیاد د دغه سيمې محاصره وکړه.
په دواړو بمونو کې د ۴ نه ۶ کلوګرامه چاودېدونکې توکې شامل وې.
امنيتي ځواکونو د عاملينو موندلو لپاره د سيمې تلاشي وکړه.