کوټه -- ډان خبرې اژانس راپور ورکړو چې د پاکستان قانون پلي کونکو په کراچۍ او کوټه کې د دوشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۳مه) د وسلو زيرمې ونيولې.
رينجرو په يو بيان کې وويل، نيم پوځي رینجرو په کراچۍ کې د سکول په فرش کې ښخ شوي وسلې او ګوله بارود وموندل.
د بلوچستان د پولیسو ډپټي انسپکټر جنرل عبدل رزاق چیما وويل، چې د کوټې پوليسو د وسلو او ګوله بارودو يوه زېرمه ونيوله.