قومي اسمبلي پوځي عدالتونو ته وخت ورکولو باندې بحث کوي او د هندوانو د ودونو قانون منظوروي

د سټاف راپور

اسلام اباد -- سما تلويزيون راپور ورکړو چې دوه بلونه چې پوځي عدالتونو ته دې وخت ورکړی شي د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د جمعې په ورځ (د مارچ په ۱۰مه) پيش کړی شو.

دغه بلونه به د آیين په ۲۸م ترميم کې بدلون وکړي چې پوځي عدالتونو ته د کار جاري ساتلو اجازه ورکړي. د دې عدالتونو دوه کلن ميعاد د جنورۍ په مياشت کې ختم شوی وو.

په عين حال کې، قومي اسمبلۍ د پنجشنبې په ورځ (د مارچ په ۹مه) يو بل منظور کړو چې د هندوانو ودونو ته زيات قانوني تحفظ ورکوي.

دغه بل به هندوان وتوانوي چې په عدالتونو کې د ودونو او خلع کيسونه ثبت کړي. دغه بل ته د قانون جوړيدلو لپاره د صدر د منظورۍ ضرورت دی، سينيټ له مخکې نه ورته بل منظور کړی دی.

که چیرې دا بل قانون وګرځولی شي، نو دا به هندوانو ته د طلاق وروسته او يا د خاوند د مرګ نه وروسته د بیا واده کولو اجازه ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500