د پاکستان او افغانستان پوله د ۲ ورځو لپاره پرانيستل شوه

د سټاف راپور

اسلام اباد -- ميډيا راپور ورکړو چې پاکستاني چارواکو د سه شنبې په ورځ (د مارچ په ۷مه) په افغان سرحد باندې چيک پوسټونه د دوو ورځو لپاره بیا پرانیستلي دي چې هغه مسافرو ته د تګ راتګ اجازه ورکړي کوم چې قانوني اسناد لري.

جيو ټلويزيون راپور ورکړو چې -- ګاډو ته نه -- بلکې صرف پيدل مسافرو ته د دوو ورځو لپاره د تګ راتګ اجازه ورکړی شوي ده.

دنیا تلویزیون د سه شنبې په ورځ خبر ورکړو چې د بهرنيو چارو او د ملي امنیت په اړه د پاکستان وزير اعظم ميا محمد نواز شريف سلاکار سرتاج عزیز په پاکستان کې د افغانستان سفير عمر زاخيلوال ته د دې فيصلې په باره کې معلومات ورکړل چې د تورخم او چمن پوله به د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۸ مه) پرانيستل شي.

په ټول هيواد کې د تروريستي بريدونو نه وروسته، پاکستان د فبرورۍ په ۱۶مه دغه پوله بنده کړي وه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500