د پاکستان کابينې په خیبر پښتونخوا کې د فاټا شاملولو منظوري ورکړه

د سټاف راپور

اسلام اباد -- جيو نيوز خبر ورکړو چې د پاکستان کابینې د پنجشنبې په ورځ (د مارچ په ۲مه) د فاټا او خيبر پښتونخوا صوبې لپاره د سياسي اصلاحاتو منظوري ورکړه او بالاخر دا سيمه به په خيبر پښتونخوا کې شامل شي.

وزير اعظم ميا محمد نواز شريف د دغه غونډې مشري وکړه.

تمه کيږي چې که چيرې پارلمان منظوري ورکړه نو د خیبرپښتونخوا سره د فاټا يوځای کول به پنځه کاله واخلي. که چيرې دا یووالی ترسره شي، نو پاکستان په پام کې لري چې د استعماري دور فرنټير کرايم ريګوليشن ختم کړي. دغه قانون يوازې په فاټا کې نافذ دی او حکومت به په دغه سيمو کې د کيسونو حل کولو لپاره هايې کورټونه جوړ کړي.

نواز شريف په دې غونډه کې وويل، د پاکستان ټولې برخې د هیواد په سرچینو کې مساوي حقوق لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500