د کوټې او باجوړ په بريدونو کې ۴ امنیتي پرسونل ژوبل شول

د سټاف راپور

کوټه -- ميډيا راپور ورکړو چې په کوټه او باجوړ ايجنسۍ کې د تاوتريخوالي له کبله څلور امنیتي پرسونل او لږ تر لږه پنځه پاکستانیان ژوبل شول.

سما تلويزيون راپور ورکړو چې د چهارشنبې ورځې (د مارچ په ۱م) په لومړيو کې په کوټه کې د سړک د غاړې يوې چاودنه کې د فرنټير کور درې پرسونل او يو ملکي ژوبل شو.

د بلوچستان بم سکواډ له مخې، دا بم يو ريموټ کنټړول بم وو.

ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د پولې له هاخوا وسله والو بريد د سه شنبې ورځې (د فبرورۍ په ۲۸مه) په لومړيو کې په باجوړ ايجنسۍ کې يو پاکستاني سرتیری ژوبل شو.

چارواکو وويل، چې په افغانستان کې د کونړ صوبې وسله والو د عسکرو په یو پوسټ باندې برید وکړو. هغوی زياته کړه چې د پاکستاني ځواکونو ځوابي ډزو نه وروسته، هغوی په شا شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500