په بلوچستان کې په ۲ کلونو کې ۴۷۰ وسله وال وژل شوي او ۲۰،۰۰۰ شکمن کسان نیول شوي دي

د سټاف راپور

کوټه -- د ډان خبري اژانس د راپور له مخې، چې د پنجشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۲۳مه خپور شو، د صوبايي حکومت وياند انوار الحق کاکړ وويل، چارواکو په بلوچستان صوبه کې په تيرو دوو کلونو کې۴۷۰ وسله وال وژلي دي او د ۲۰،۰۰۰ نه زیات مشکوک وسله وال یې نیولي دي.

کاکړ وويل، چې زياتره وژل شوي وسله وال د فرقه يې ډلو سره تعلق لرلو.

دغه عملیات د عمل ملي پلان برخه وه. وفاقي حکومت په پیښور کې په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په آرمي پبلک سکول باندې د تروریستي ډله ايز بريد نه ژر وروسته د عمل ملي پلان حکم ورکړو.

کاکړ وويل چې چارواکو په تیرو دوو کلونو کې په بلوچستان کې د وسلوالو طالبانو په وړاندې د ۵،۶۴۰ نه زيات د استخباراتو پر بنسټ عملیات ترسره کړل.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر وويل چې چارواکو د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۲مه) د بلوچستان په لورالایي ډسټرکټ کې ۲۳ چاوديدونکي وسيلې ترلاسه کړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500