د لاهور په چاودنه کې لږ تر لږه ۸ کسان ووژل شول

اې ايف پي لخوا

اې ايف پي راپور ورکړو، چارواکي وايي، د لاهور په چاودنه کې چې د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۳مه) رامنځته شوې وه لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او ۲۸ کسان ژوبل شوي دي. دا په صرف دوو هفتو کې ۱۰م بريد وو، چې د اسلامي تاوتریخوالي بيا رامنځته کيدو ته اشاره کوي.

دغه چاودنې، چې په دوهم ځل يې د پنجاب صوبې مرکز په دې مياشت کې په نښه کړو، ګاډو ته زيان ورسوو او په ښار کې يې يره خپره کړه وروسته له هغې چې په ټول پاکستان کې د بريدونو څپې د ۱۳۰ نه زيات کسان ووژل.

امتياز علي، يو نايي چې د چاودنې ځای ته مخامخ کار کوي، وويل، "ما يو شمير مړي وليدل."

يو ۳۴ کلن تن اې ايف پي ته وويل، بم په مارکيټ کې وچاوديدو. دغه مارکيټ د ګڼ شمير اخيستونکو او ماشومانو نه ډک وو.

علي وويل: "کله چې زه راووتم، ما صرف لوګي او دوړه... او موټر سايکل اولټا پروت وليدو." "موټري ويجاړې شوي وې. زما د ملګري موټر شيشو ته زيان رسيدلې وو او زما د ګاهک موټر په دغه چاودنه کې تباه شوی وو."

پوليسو او د انتظاميې چارواکو وويل چې دا يوه بمي چاودنه وه. د صحت صوبايي وزير خواجه سلمان رفیق او د ريسکيو کارکونکو د مرګ ژوبلې د شمير په هکله معلومات ورکړل.

رفیق وويل: "څلور تنه په ځای مړه شول، په داسې حال کې چې څلور نور کسان په هسپتال کې د خپلو زخمونو له کبله مړه شول."

د دې چاودنې مسوليت تر اسه پورې يوې ډلې هم په غاړه نه دی اخیستی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500