پاکستان ۵۰۰ افغان کډوال اوباسې

د سټاف راپور

کوټه، پاکستان -- د طلوع خبري اژانس په وینا، افغان چارواکو د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۲مه) وويل، چې پاکستان نږدې ۵۰۰ افغان کډواله د افغانستان کندهار صوبې ته بيرته لیږلي دي.

چارواکو وويل، دغه کډواله په کوټه کې د سرحد په اوږدو کې ژوند کولو.

پاکستاني چارواکو وويل، دغه کډواله پاکستان ته په ناقانونه توګه داخل شوي وو.

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د کډوالو وباسل د يوې معاهدې سرغړونه وګڼله. دغه معاهده په دې وروستيو کې افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې دستخط کړې وه.

وزارت زياته کړه، په تیره هفته کې د پاکستان په سیند صوبه کې د يو صوفي په زيارت باندې د ځانمرګي بريد وروسته، پاکستاني چارواکو لږ تر لږه ۱،۶۰۰ افغان کډواله ونيول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500