لاهور - ايکسپرس ټريبيون راپور ورکړو چې د لاهور هايي کورټ د چهارشنبې په ورځ (د فبروری په ۲۲ مه) د پنجاب حکومت څخه وغوښتل چې د جماعت الدعوه مشر حافظ سعيد او د هغه څلور همکارانو جاري نظربندۍ په باره کې جواز وړاندې کړي.
پنځه نظر بند شوي کسانو نه صرف خپله نظر بندي چيلنج کړه بلکې هغوی د چارواکو لخوا هغوی او د جماعت الدعوه نور ۳۲ کسان په ايګزيکټ کنټرول لسټ کې شاملول هم چيلنج کړل.
په ايګزيټ کنټرول لسټ کې شامل شوي کسانو باندې بنديز لګيدلی وي چې دوی به بهر ته سفر نه کوي.
د لاهور هايي کورټ د پنجاب هوم ډپارټمنټ ته امر وکړو چې د مارچ د ۷ مې نيټې پورې خپل ځواب وړاندې کړي.
د پنجاب حکومت په جنورۍ کې د جماعت الدعوا پنځه کسان په کور کې د ۹۰ ورځو لپاره نظر بند کړل.