۱۵ بلوچ جنګياليانو اورپکي پريښوده

د سټاف راپور

ډيره بګټي، پاکستان - جيو نيوز خبر ورکړو چې پنځلس وسله والو د يو کمانډر په ګډون د اورپکۍ نه لاس واخيستو او په بلوچستان کې د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۲مه) د سولې له بهیر سره یو ځای شول.

سرچينو زياته کړه، چې د بلوچستان د منع شوي جمهوري پوځ غړو امنيتي ځواکونو ته خپلې وسلې وسپارلې.

کفيل منګل، چې تسليم شوی کمانډر دی، د پاکستان سره د وفادارۍ ژمنه وکړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500