وفاقي حکومت په پنجاب کې د رينجرو استولو منظوري ورکوي

د سټاف راپور

اسلام اباد -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې وفاقي حکومت د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۲مه) په پنجاب کې د رينجرو استولو لپاره د پنجاب حکومت درخواست منظور کړو.

دغه فیصله به په پنجاب کې د آيین ۱۴۷ آرټيکل او د ترهګرۍ ضد قانون ۱۹۹۷ مطابق د ۶۰ ورځو لپاره د ۲،۰۰۰ نه زيات رينجرو استولو لپاره لاره هواره کړې.

نيم پوځي رينجر به د پوليسو سره د وسله والو په وړاندې مبارزه کې مرسته وکړي.

د لوړی کچې صوبايي حکومت کمېټي په پاکستان کې د يو شمير خونړي تروريستي بريدونو نه وروسته د رينجر استولو غوښتنه وکړه. په دغه بريدونو کې يو بريد په لاهور کې د فبرورۍ په ۱۳مه رامنځته شو چې په لسګونو کسان په کې ووژل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500