راولپنډۍ -- ميډيا د پوځ د عامه اړيکو دفتر له خولې راپور ورکړو چې د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۲مه) رعد الفساد عمليات شروع کړل چې "د ترهګرۍ پاتې شوی/پټ ګواښ" په ملي کچه له منځه يوسي.
ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې دا عملیات دا معنی هم لري چې د تیرو عملیاتو کاميابو ته استحکام ورکړي او د پولو امنيت خوندي کړي.
هوايي ځواک، سمندري او سول وسله وال ځواکونه او نور امنيتي ادارې به په دې عملياتو کې ګډون کوي.
په پاکستان کې په تیره هفته کې د بريدونو د څپې وروسته، پوليس او عسکر چمتو دي. په دغه بريدونو کې يو بريد په لاهور او بل په سیند صوبه کې په صوفي زيارت کې رامنځته شو، چې د ۱۰۰ نه زيات کسان په کې ووژل شول.