پاکستان او افغانستان د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې ژمنه وکړه

د سټاف راپور

اسلام اباد -- ميډيا د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ په۲۰مه) راپور ورکړو چې افغانستان او پاکستان موافقه کړې ده چې د ترهګرۍ سره په ګډه مبارزه وکړي.

دا دوه اړخیز تفاهم وروسته له هغې رامنځته شو کله چې پاکستان وويل چې وسله وال په افغانستان کې پټ دي او په پاکستان باندې حملې کوي.

طلوع خبري اژانس راپور ورکړو، د افغانستان د حکومت چيف ايګزيکيټيو عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۰ مه) د وزیرانو په يوه غونډه کې وويل، "موږ [د پاکستان په شان] د ترهګرۍ ځپلي يو." "د تروریزم پر وړاندې مبارزې لپاره يوازنۍ لاره دا ده چې له يو بل سره همکاري وکړو."

ډان خبري اژانس رپور ورکړو، د پوځ د عامه اړیکو دفتر د يو بیان چې د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۰ مه) خپور شو له مخې، د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه وويل، چې پاکستان او افغانستان به د ترهګرۍ "ګډ دښمن" سره په ګډه جګړه وکړي.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر زياته کړه چې باجوه د نتيجه خيز او همغږيز مبارزې لپاره د افغانستان د وړاندیز هرکلی وکړو.

په تیره هفته کې د مرګوني بریدونو نه وروسته، پاکستان د افغانستان سره پوله بنده کړه او د راپورونو له مخې یې په افغانستان کې دننه د جماعت الاحرار د ټريننګ کيمپونه په نښه کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500