پاکستاني ځواکونو ۴ شکمن ترهګر ووژل او ۹۸ نور یې ونيول

د سټاف راپور

کراچۍ - ميډيا راپور ورکړو چې پاکستاني ځواکونو په ۲۴ ګهنټو کې څلور ترهګر ووژل او ۹۸ نور شکمن کسان یې ونیول.

ډان خبري اژانس راپور ورکړو، د پوځ د عامه اړیکو دفتر د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۰ مه) وويل، په سرحدي سيمه ټانک کې، پوځي ځواکونو په عملياتو کې د تحریک طالبان پاکستان عصمت الله شاهین بهټاني ډلې څلور غړي ووژل.

جيو نيوز راپور ورکړو چې چارواکو په ملي کچه د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۲۰مه) او د سې شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۱مه) ۹۸ مشکوک وسله وال هم ونيول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500