۳ ځانمرګي بريد کوونکو په چارسده کې يو عدالت په نښه کړو چې ۷ کسان په کې ووژل شول

د سټاف راپور

چارسده، پاکستان - دنیا تلویزیون خبر ورکړو چې د خیبر پښتونخوا په چارسده ډسټرکټ کې د دریو کسانو له خوا په ترسره شوي تروریستي برید کې لږ تر لږه اووه تنه پاکستانيان د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۱مه) ووژل شول.

د مردان ډسټرکټ د پوليسو ډپټي انسپکټر جنرل اعجاز خان وويل، درې ترهګرو په تنګي تحصيل کې په يو عدالت باندې بريد وکړو. یو ځان ته چاودنه ورکړه چې په عدالت کې د نورو ترهګرو لپاره لاره هواره کړي.

د عدالت ساتونکو اخرني دوه تروريستان په ډزو وويشتل. د وژل کيدو نه مخکې، دغه تروريستانو ډزي شروع کړې او لاسي بمونه يې وغورځول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500