اسلام اباد -- خامه پريس د چارشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۵مه) راپور ورکړو چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يو بيان کې وويل، پاکستان د افغان سفارت کار راوغوښتو او په افغانستان کې يې د وسله والو د پټنځايونو په باره کې خپلې اندیښنې څرګندې کړې.
د افغانستان مشن ډپټي مشر سيد عبدل ناصر يوسفي په لاهور کې د فبرورۍ په ۱۳مه د ځانمرګي بريد چې لږ تر لږه ۱۴ کسان په کې وژل شوي وو له کبله د بهرنیو چارو وزارت ته راوغوښتلې شو. د دغه بريد مسوليت جماعت الاحرار په غاړه اخيستی وو.
د بهرنيو چارو وزارت په يو بيان کې وويل، د افغان سفارت کار ته وویل شول چې جماعت لاحرار په افغانستان کې دننه پټنځايونه لري او په پاکستان کې د بریدونه لپاره د افغانستان خاوره استعمالوي.
په بيان کې ويلی شوي، "په افغانستان باندې زور ورکړی شو چې د تروریستانو او د هغوی د پټنځايونو، مالي مرسته کونکو اومشرانو چې د دوی په خاوره کې فعاليت کوي له منځه وړلو لپاره فوري اقدامات وکړي."