پاکستاني ځواکونو په پنجاب او مهمند کې د ترهګرۍ ۱۱ شکمن کسان ووژل

د سټاف راپور

اسلام اباد - جيو نيوز خبر ورکړو، چې امنیتي ځواکونو په مهمند ايجنسۍ او پنجاب کې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۵مه او ۱۶مه) په جلا جلا عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۱ تنه ترهګر او د هغوی سهولت کاران ووژل.

چارواکو وويل چې په پنجاب کې د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې دعوه وکړه چې په يوه نښته کې چې په خانيوال ډسټرکټ کې د پنجشنبې په ورځ رامنځته شوه د منع شوي ډلې جماعت الاحرار شپږ شکمن ترهګر د فبرورۍ په ۱۶مه سهر ووژل شول.

د سي ټي ډي يو وياند وويل، د وژل شوي شکمن کسانو ملګري په تیښته کې کامياب شول. سي ټي ډي زياته کړه، چي د وسلو يوه لويه زيرمه، د لاس بمونو، ټوپکو او چاودوونکو په ګډون، هم په عملياتو کې ترلاسه شول.

فرنټير کور وويل چې تیره ورځ فرنټير کور په شيخ بانډه کې، چې د مهمند ايجنسۍ د غلنۍ ښار يوه سيمه ده، په عملياتو کې پنځه سهولت کاران په ډزو ووژل.

دا عملیات د ايجنسۍ هيډکوارټر باندې په يو ځانمرګي بريد وروسته ترسره کړی شول. په دغه بريد کې چې د ورځې په لومړيو کې رامنځته شو پنځه تنه د درې امنيتي پرسونلو په ګډون وژل شوي ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500