په پېښور کې۵۰۰ والدين خپلو ماشومانو ته د پوليو قطرې نه ورکولو له کبله ونیول شول

د سټاف راپور

پېښور - ايکسپريس ټريبيون خبر ورکړو چې د پېښور ډسټرکټ ايډمنسټريشن د یکشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۲مه) فيصله وکړه چې د ۵۰۰ نه زيات هغه والدين ونيسي کوم چې د پوليو پر ضد خپلو ماشومانو ته د واکسين ورکولو نه انکار کوي.

د پېښور اسسټنټ کمشنر الطاف احمد شیخ وويل، د پولیو واکسین کمپاین چې په اوو ورځو مشتمل وو په ښار کې (د فبرورۍ په ۱۳مه) پای ته ورسيدو. په دغه کمپاين کې په ټول ښار کې په ۸۰۰،۰۰۰ ماشومانو کې نږدې ٪۵ د ردونې کيسونه رامنځته شول.

ډسټرکټ ايډمنسټريشن په يوه غونډه کې فيصله وکړه چې هغه والدين چې خپل ماشومانو ته د ناوړه مرض خلاف د واکسين ورکولو نه انکار کوي، هغوی به د عامه نظم ساتنې د قانون لاندې ونیول شي.

شیخ وويل، موږ خپل کوشش کوو چې والدين په دې راضي کړو چې دوی خپلو ماشومانو ته واکسين ورکړي خو اوس به نیول وروستۍ چاره وي چې ماشومان د دایمي معذورۍ نه بچ کړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500