د پنجاب اسمبلۍ مخې ته په چاودنه کې ۱۰ کسان ووژل شول او په لسګونو ژوبل شول

ای ايف پي لخوا

لاهور -- چارواکو وويل، د پاکستان په لاهور کې د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۳مه) په يو احتجاج باندې په ظاهره د طالبانو په يو ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل شول او ۷۱ کسان ژوبل شول.

پولیسو مال روډ، چې د ښار تر ټولو لوی سړک دی، ته نږدې د سيمې محاصره وکړه. شاهدانو د دویمې چاودنې د يرې د وجې وتښتیدل او ځايي ميډيا د ژوبل شوي کسانو چې خلکو وړل تصويرونه وښودل.

دغه سړک د سلګونو خلکو نه ډک وو، چې په دې کې زياتره کميسټان شامل ول. دوی د حکومت د پلان چې روغتيايي سکتور سم کړي خلاف احتجاج کولو.

د ريسکيو چاوراکي ديبا شهناز وويل، چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي دي، په داسې حال کې چې ۷۱ نور ژوبل شوي کسان د ښار هسپتالونو ته لیږدول شوي دي. د دې شميرو تايد د هسپتال سرچينو کړی دی.

د پوليسو يو سينير چارواکي امين وينس وويل، دغه بريد يو "ځانمرګي بريد ښکاريدو." نوموړي زياته کړه چې دې په ظاهرا پوليس په نښه کړي وو. پوليسو کوشش کولو چې احتجاج کنټرول کړي.

د پاکستاني طالبانو ډلې جماعت الاحرار ژر د دې چاودنې مسوليت په غاړه واخيستو. دغه چاودنه درې ورځې وروسته رامنځته شوه کله چې دوی اعلان وکړو چې دوی به په ټول هیواد کې د حکومت په تاسیساتو باندې يو لړ بريدونو ترسره کوي.

د دې ډلې یو ویاند په یو بيان کې خبرداری ورکړو چې د دوشنبې د ورځې چاودنه "يوازې آغاز" دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500