لکي مروت -- د ايکسپريس ټريبيون له مخې، د ډسټرکټ پوليسو افسر د شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۱مه) وويل، د خيبر پښتونخوا صوبې په لکي مروت کې يو سينير چارواکی او د هغه زوی اغوا کړی شوي دي.
د ډسټرکټ پوليسو افسر وويل، نامعلومو وسله والو د فاټا د تعليم ډیپارټمنټ ډپټي ډايرکيټر، محیب الله داور او د هغه زوی هغه وخت د يو هوټل نه اغوا کړل کله چې هغوی انډس هايي وې ته نږدې په يو هوتل کې دمه کوله.
چارواکو وويل، پوليسو په سيمه کې د پلټنې عمليات شروع کړل.