په جنوبي وزيرستان او خیبر پښتونخوا کې په چاودنو کې ۵ کسان ووژل شول

د سټاف راپور

پېښور - ميډيا راپور ورکړو چې په جنوبي وزیرستان ايجنسۍ او خیبر پښتونخوا صوبه کې په دوو بيلو بيلو چاودنو کې د فرنټير کور درې پرسونل او دوه ماشومان ووژل شول.

ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د فرنټير کور کسانو د جنوبي وزیرستان ايجنسۍ په خان کوټ زرمينه سيمه کې د یکشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۲ مه) ګشت کولو چې هغوی ته نږدې يو نصب کړې شوی بم وچاوديدو.

د ايکسپريس ټريبيون له مخې، ډپټي کمشنر ظريف المعاني وويل، د خیبر پښتونخوا صوبې په بونير ډسټرکټ کې د يکشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۲مه) په يوه بله پيښه کې هغه وخت دوه وروڼه ووژل شول او د هغوی د تره لور زخمي شوه کله چې دوی دغه لاسې بم په يو غريز کلي کې وموندلو او لوبې یې ورسره کولې چې په دغه وخت کې وچاودید.

ايکسپريس ټريبيون د شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۱مه) راپور ورکړو چې پوليسو وويل، پوليسو يو ۲۰ کلوګرامه بم ترلاسه کړو او شنډ يې کړو. دغه بم چې په یوه کڅوړه کې وو په بلال ټاون کې په سبزل سړک باندې د صوبايي پراسيکيوټر جنرل کور ته نږدې نصب کړی شوی وو.

د پولیسو له مخې، ماشومانو په کوڅه کې دغه بم وموندلو او د قانون نافذ کونکو ته يې خبر ورکړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500