پیښور - ميډيا د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۹مه) راپور ورکړو چې د خیبر پښتونخوا پوليس د دوو ښځو د قاتلينو په لټه کې دي. دغه ښځي د "ناموس" په نامه وژلې شوي وې.
د ډان خبري اژانس له مخې، د کوهاټ ډسټرکټ پوليس افسر جاويد اقبال وويل، حنا شهنواز د فبرورۍ په ۳ مه د خپل تره زوي وژلي وه. هغه د هغې د کور بهر په کار کولو باندې اعتراض کړی وو.
اقبال وويل، شهنواز د خپل پلار او ورور د مرګ نه بعد د خپلې مور او ندرور سره مرسته کوله. پوليس د هغې د تره د زوي په لټه کې دي.
ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې وسله والو کسانو د چارشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۸ مه) په نوښار ډسټرکټ کې یوه ځوانه ښځه په ډزو وويشتله. پوليسو وويل، داسې ښکاري چې دا د ناموس په نامه قتل وو.