په کراچۍ کې د القاعدې او تحریک طالبان پاکستان ۶ وسله وال ووژل شول

د سټاف راپور

کراچۍ - ميډيا د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۹ مه) راپور ورکړو چې امنیتي ځواکونو په کراچۍ کې شپږ وسله وال ووژل او په بلوچستان کې یې د وسلو او ګوله بارودو يوه زیرمه ترلاسه کړه.

دغه وسله وال په برصغير هند کې د القاعدې او تحریک طالبان پاکستان سره تعلق لرلو. د ډان خبري اژانس له مخې، د پولیسو سينير سپرنټنډنټ ملير راو انور احمد وويل، پولیسو دغه وسله وال د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۹مه) په ګداپ ټاون کې په عملياتو کې ووژل.

پوليسو وويل، دغه وسله وال د امنيتي پرسنلو په هدفي وژنو کې لاس لرلو، او يو په کې په پېښور کې په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په آرمي پبلک سکول کې د ۱۴۰ نه زيات ماشومانو او استاذانو په قتل عام کې ښکيل وو.

د سما تلويزيون له مخې، د پوځ د عامه اړيکو دفتر د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۹ مه) وويل، چې په جلا ډول، فرنټير کور د بلوچستان په سويي ډسټرکټ کې د بمونو جوړولو لپاره څلور ټنه امونیم نایتریت او نور تروريستي توکي ونيولې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500