پاکستان د داعش ۴ وسله وال افغانستان ته حواله کړل

د سټاف راپور

اسلام اباد - طلوع نیوز د چارشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۸ مه) راپور ورکړو چې پاکستان د داعش څلور نيول شوي وسله وال د افغانستان حکومت ته وسپارل.

د لنډي کوتل پوليټيکل ايجنټ نياز محمد خبريالانو ته وويل، د افغان ځواکونو سره په جګړه کې افغاني وګړي ژوبل شوي وو او په پېښور کې يې علاج ترلاسه کړو. پاکستاني چارواکو دغه کسان په پيښور کې ونیول.

نیاز وویل، په تورخم پوله باندې افغاني چارواکو ته د وسله والو سپارل د "خیر سګالۍ پيغام" دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500