د خیبر پښتونخوا حکومت د لازمي تعلیم بل منظوري ورکړه

د سټاف راپور

پېښور - ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د خیبر پښتونخوا کابینې د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۶ مه) يوه مسوده منظوره کړه چې پرایمري او ثانوي تعليم به په دغه صوبه کې لازمي وګرځولی شي.

د وزير اعلی پرویز خټک وياند، مشتاق احمد غني، وايي چې د دغه نوی قانون تحت به هغه ټولو ماشومانانو ته وړيا تعليم ورکولی کیږي چې عمر یې د ۵ نه تر ۱۶ کالو پورې دي .

غني وايي، چې هغه والدين چې په دې هکله پاتې راشي، هغوی باندې به جرمانه ولګولی شي او يا به قيد کړی شي.

غني وويل، چې کابينې دا بل هم منظور کړو چې د اول کلاس نه د پنځم کلاس پوری به د ټولو مسلمان ماشومانانو لپاره د قران شریف لوسته او د شپږم کلاس نه تر لسم کلاسه پوری د قران کريم ترجمه لازمي وګرځول شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500