د واورې طوفان ۱۵ پاکستانيان ووژل؛ پوځ ۱۰۸ کسان په بلوچستان کې بچ کړل

د سټاف راپور

چترال، پاکستان - ميډيا راپور ورکړو چې په خیبر پښتونخوا او د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د واورې طوفان لږ تر لږه ۱۵ اوسيدونکي ووژل، په داسې حال کې چې پوځ لږ تر لږه ۱۰۸ هغه کسان بچ کړل کوم چې په بلوچستان کې په باران کې راګير شوي وو.

کرنل نظام الدين شاه، د چترال سکاوټس کمانډنټ، جيو نيوز ته وويل، د خیبر پښتونخوا په چترال ډسټرکټ کې د يکشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۵ مه) د واورې طوفانونو ۱۴ پاکستانيان، د ښځو او ماشومانو په ګډون، ووژل.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر په یوه خبرپاڼه کې وويل، په چترال کې په مړو شوي کسانو کې د چترال يو سکاوټ هم شامل وو. هغه وخت ووژل شو کله چې د هغه چيک پوسټ په واوره کې پټ شو.

ډان راپور ورکړو چې بل يو پاکستانی د جمعې په ورځ (د فبرورۍ په ۳مه) د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې په چنګن کلي کې د واورې د طوفان له کبله ووژل شو.

سما تلويزيون د يکشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۵ مه ) راپور ورکړو چې، پوځ د واده هغه ۱۰۸ شرکت کوونکي بچ کړل کوم چې د بلوچستان په نشکي سيمه کې د سخت باران له کبله راګير شوي وو. يو ماشوم د ژغورنې کار ترسره کيدو نه مخکې مړ شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500