کراچۍ - ميډيا راپور ورکړو چې چارواکو د کراچۍ په بيلو بيلو برخو کې شپږ شکمن ترهګر او درې نقلي پوليس ونيول.
دنیا تلويزيون د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲مه) راپور ورکړو چې نيم پوځي رینجرو په درې نيبرهوډونو کې شپږ تنه شکمن کسان ونيول. دوی د يوې منع شوي ډلي او د يوې سياسي پارټۍ وسله وال ګروپ سره تعلق لرلو.
جيو نيوز راپور ورکړو، پوليسو وويل، پوليسو درې تنه نقلي پوليس د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲مه) ونيول. هغوی زياته کړه چې پوليسو د هغوی نه تومانچې، يونيفورم، د پوليسو خولۍ او يو ګاډی د جعلي لايسنس پليټ سره تر لاسه کړل. د چارواکو له مخې، شکمن کسانو د ملکیانو لوټ کولو لپاره د پوليسو جامه استعمالوله.