اسلام اباد - دنیا تلویزیون راپور ورکړو چې پاکستاني ځواکونو د چارشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱) په کویټه او لاهور کې د ترهګرۍ دوه کوششونه شنډ کړل او د يوې نجلۍ په ګډون یې درې شکمن ممکنه ماشومان ځانمرګي بريد کوونکي ونيول.
چارواکو وويل، فرنټير کور ۱۰ کلنه نجلۍ په کویټه کې ونيوله. هغه زياته کړه چې هغې ته حکم ورکړی شوی وو چې په يو هجوم کې ځان والوځوي.
چارواکو په لاهور کې دوه هلکان ونيول،چې عمرونه يې د ۱۲ او ۱۴ کالو تر منځ وو. چارواکو وويل، هلکانو ته د ځانمرګي بریدونو امر ورکړی شوی وو. هغوی زياته کړه چې دوی له هغوی څخه چاودیدونکي واسکټونه ترلاسه کړل.
هو، دا خبرونه زه خوښوم.
ځوابتبصرې 1