په حافظ سعید او د جماعت الدعوه په نورو ۳۷ مشرانو د سفر بنديز ولګیدو

د سټاف راپور

اسلام اباد - جيو نيوز د چارشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱) راپور ورکړو چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د جماعت الدعوه په مشر حافظ سعید او په نورو ۳۷ مشرانو باندې تور ولګوو چې دوی د منع شوي ډلې لشکر طيبه استازيتوب کولو او د هغوی په سفر باندې یې بنديز ولګوو.

چارواکو د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۳۰ مه) سعيد او د جماعت الدعوه څلور نور مشران په کور کې نظربند کړل.

دغه وزارت د جماعت الدعوه ۳۸ مشرانو نومونه ټولو صوبايي حکومتونو او د فدرال د تحقیقاتو ادارې ته استولي چې د هغوی په سفر باندې بندیز ولګوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500