اسلام اباد - ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې يو پاکستانی عسکر او دوه نور کسان په ټول هېواد کې د تشدد په بيلو بيلو پيښو کې ووژل شول.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر په يو بيان کې راغلي، دغه عسکر د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۳۰ مه) د پيښور په ملټري هسپتال کې وروسته له هغه مړ شو کله چې د افغانستان له لورې راتلونکي مشکوک وسله والو د شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۸ مه) هغه په خیبر ایجنسۍ کې وویشتلو.
پوليسو وويل، چې د بلوچستان په پنجګور ډسټرکټ کې په موټرسايکل سپاره بريد کونکو د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۳۰ مه) يو ډاکټر او یو بل کس په ډزو ووژلو.