پيښور -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې په پېښور کې د سه شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۳۱مه) د سړک د غاړې په يوه بمي چاودنه کې نهه تنه پاکستانیان د درې امنيتي پرسونلو په ګډون زخميان شول.
د خیبر پښتونخوا د پوليسو سينير سپرنټنډنټ (اپريشنز) سجاد خان وويل، دغه چاودنه هغه وخت رامنځته شوه کله چې د فرنټير کور يوه کانوايي د دغه سيمې نه تېريدله.
د ايف سي درې تنه غړي او شپږ ملکي وګړي زخميان شول. پوځونو د ملزمانو لپاره په سيمه کې تالاشي شروع کړه.