۴ بې درکه شوي پاکستاني بلاګران بېرته کور ته راغلل؛ ۱ اوس هم لا ورک دی

د سټاف راپور

اسلام اباد - ميډيا راپور ورکړو چې د پاکستان څلور بې درکه شوي بلاګران د شنبې او يکشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۸-۲۹ مه) بيرته کور ته راغلل، خو پنځم لاتر اوسه پورې ورک دی.

ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې آخرنی بې درکه فعال ثمر عباس دی. هغه د مدني مترقي ټلوالې پاکستان صدر دی.

ټول پنځه کسان د جنورۍ په مياشت کې ورک شوي وو.

سما تلويزيون راپور ورکړو، د هغه کورنۍ د یکشنبې په ورځ (د جنوری په ۲۹مه) وويل، چې په دغه څلورو کسانو کې یو تن، عاصم سعيد، کور ته د راتلو نه وروسته ژر تر ژره د هېواد نه بهر ته وتښتېدو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500