پاکستان د تلويزيون په يو مشهور خطيب باندې د نفرت انګيز وینا له کبله بنديز ولګاوو

ای ايف پي لخوا

اسلام اباد - اې ايف پي راپور ورکړو چې د پاکستان د ميډيا څارونکي د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۶مه) د تلويزيون په يو مشهور خطيب باندې د نفرت انګيز وينا تور ولګاوو او د هغه ډېره مشهوره شو یې بنده کړه. د کلونو د اختلاف وروسته په دغه مشهور کوربه باندې بندیز ولګیدو.

عامر لياقت حسین يو مشهور کس دی او په ۲۰۱۳ کال کې په تلويزيون باندې بې اولاده کسانو ته د ماشومانو ورکولو د وجې د تنقید سره مخ شوی وو. اوس په هغه باندې د پنځو مترقي فعالانو خلاف د سپورټرانو ترمنځه د نفرت پیداکولو کولو د وجې تور لګولی شوی وو. دغه کسان د دې میاشتې په سر کې ورک شوي وو.

هغه ته وويلی شو چې د هغه پروګرام بول نيوز فوري طور ختم کړی شوی دی او هغه يې منع کړو چې هغه به په چينل باندې په هيڅ حالت کې ځان نه ښیي. تر دې پورې چې د هغه زاړه ويډيوګانې به هم نه ښودلی کيږي. بول چينل ته خبردارې ورکړی شو که دې چينل د دې هداياتو پيروي ونه کړه نو دا به خپل لايسنس له لاسه ورکړي.

د پاکستان اليکټرانک ميډيا اتهارټي د يو بيان له مخې، حسين په بل يو چينل باندې هم " د کرکې د تقرير" کولو يا د يو کس د کافر يا غدار ګرځولو نه منع کړل شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500