اسلام اباد - سما نيوز د چارشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۵مه) راپور ورکړو، بلوچستان هغه ۲۰ سيمې په ګوته کړي دي چې د ډيمونو جوړولو لپاره مناسب ځايونه دي.
په دغه صوبه کې له مخکې نه ۴۵۰ واړه ډيمونه دي چې اوبه ذخیره کړي او د سيلابونو مخنيوی وکړي.
د بلوچستان ايډيشنل چيف سيکريټري د پلاننګ پراختيا او د اصلاحاتو د سينټ کمیټې ته وویل، دغه صوبه تر اوسه پورې د سيلابونو سره مخامخ ده.
هغه زياته کړه، ايشيا ډويلپمنټ بينک د ډيمونو جوړولو د مطالعې لپاره ۱۰.۴ ميليارده روپۍ (۱۰۰ ميليونه امريکايي ډالره) ورکړي دي.