د پاکستان 'انټګريټي آيډل' د ايمانداره بيروکريټانو په لټه کې دی

ای ايف پي لخوا

اسلام اباد - د تلويزيون يوه ريالټي شو چې "د انټګريټي آيډل " په نامه ياديږي موخه لري چې په پاکستان کې د ايمانداره بيرو کريټانو په ګوته کولو په ذريعه په پاکستان کې د کرپشن وبا ختمه کړي.

ای ايف پي راپور ورکړو چې د پنجاب صوبې يو چارواکی چې په خپل ډسټرکټ کې يې د ځمکو ثبت کولو کې د رشوت خلاف مبارزه وکړه د جنورۍ په ۲۵مه د شو په فاينل کې لومړی راغې.

خلکو شاوخوا د ۳۰۰ حکومتي کارکوونکو انتخاب وکړو. د قانون پلي کولو کارپوهانو د هغوی ريکارډ چيک کړو او په دغه کسانو کې يې بالاخر پنځه کسان منتخب کړل.

ګټونکې رياض منظور حسين ناصر ای ايف پي ته وويل: "ما د سيمې ټولو اوسیدونکيو ته وويل که چيري يو چارواکی د ځمکې ثبت کولو کې د يوې روپۍ هم مطالبه وکړي نو تاسو ما ته کال وکړئ یا ما ته يو پیغام واستوئ.

ناصر، چې ۳۰ کرپټ چارواکي يې بر طرف کړل، د ۲۰،۰۰۰ نه زيات آن لاين ووټونو کې نږدې ۷،۰۰۰ ووټونه ترلاسه کړل او د چارشنبې په ورځ یې په تقريب کې د "انټګريټي آیډل" خطاب ترلاسه کړو. په دغه تقريب کې ستر سياستدانانو هم ګډون وکړو.

د هغه له دې کبله هم ستاينه وکړی شوه چې هغه د حکومت سهوليات لکه په غير سرکاري سفر کې د پيټرول الاونس استعمال کړي نه دي.

د ناصر مخکينۍ کيسه، او همدارنګه د نورو څلورو فائنلسټانو، په ملي کچه په جيو نيوز نيټ ورک باندې د يوې وړې ډاکومنټرۍ په شکل کې خپره شوه.

په نورو کسانو کې فدا حسین، چې د شمال لویدیځ مردان ښار په ګورنمټ سکول کې ليب اسسټنټ دی او د شاګرد د استاد په توګه ياديږي، او فرخ عتيق، چې د جنوب لويديځ بلوچستان په ډسټرکټ کې يې د شفافیت لپاره اقدامات رامنځته کړل شامل دي.

بلير ګلنکورس، چې په امریکا کې د غیر انتفاعي احتساب ليب مشر دی، چې د 'انټګريټي آيډل' شو انتظام يې وکړو، وويل، دې تنظيم هيله لرله چې په نیپال کې د دې کاميابۍ ته وده ورکړي، چېرته چې لومړی ګټونکی يو مشهور کس د کرپشن په اړه د حکومت سلاکار جوړ شو.

هغه وويل: "دا په ذهنيت کې د بدلون، د مشهور خلکو لمانځلو او د خلکو سره په صحیح معنو کې په دې برخه کې مرسته کول دي چې هغه بدلون راولي کوم چې دوی غواړي".

خو بيا هم ډير کار پاتې دی

رشوت او د کرپشن نور قسمونه د پاکستان لپاره خطرناک دي. دغه هيواد په ۱۷۶ هیوادونو کې ۱۱۶ درجه ترلاسه کړه. دغه درجه بندي تر ټولو کم شفافيت نه تر ټولو کرپټ هيوادونو باندې مشتمل وه.

په کارکردګۍ کې لږ غوندې ښه والی راغلی دی. دا په تېر کال کې ۱۱۷ وه.

د سیند صوبې د مواصلاتو چارواکی او يوه دوهمه فاينالسټه مهرنساء سومرو وويل، دا مهمه ده چې د پبلک ملازمينو په نظريه کې بدلون راولي.

هغې وويل: - "زياتره ګورنمنټ سيکټور منفي ايمج لري--- چې دوی ارام کوي او کار نه کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500