په ټانک کې د سړک د غاړې په يوه چاودنه کې ۶ عسکر ژوبل شول

د سټاف راپور

پېښور-- ډان خبري اژانس د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۳مه) راپور ورکړو چې د خیبر پښتونخوا په ټانک ډسټرکټ کې د سړک د غاړې په يوې چاودنه کې د فرنټير کور (ايف سي) لږ تر لږه شپږ غړي زخميان شول.

امنيتي سرچينو وويل چې دغه چاودنه هغه وخت رامنځته شوه کله چې د ايف سي يو ګاډی د دغه ځای نه تيريدو.

دنیا تلويزيون د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۳مه) راپور ورکړو چې په عین حال کې د قانون نافذ کوونکو ادارو په کراچۍ کې د يو ګينګ اووه مشکوک غړي ونيول.

هغوی په لیارۍ سيمه کې د مختلفو ډلو سره په تعلق لرلو کې تورن دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500