کراچۍ - ايکسپريس ټريبيون راپور ورکړو، چې پاکستاني فلم جوړونکي او د اکاډمي ايوارډ ګټونکي شرمين عبيد چنايي به لومړۍ فنکاره وي چې د نړيوال اقتصادي فورم (ډبليو اي ايف) په مشترکه توګه مشري وکړي.
د نړيوال اقتصادي فورم ۴۷مه غونډه د سه شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۷مه) د سويټزرلينډ په ډيوس ښار کې شروع شوه. د ۲،۵۰۰ نه زیات کسان به د ۳۰۰ نه زیات غونډو کې چې د څلورو ورځو لپاره به جاري وي ګډون کوي.
هغې وويل: "دا ډيره د عزت خبره ده چې په لومړي ځل يوې فنکارې ته دا موقع ورکړی شوه چې په ۲۰۱۷ کال کې په ډيوس کې د نامتو نړيوال اقتصادي فورم مشرتوب وکړي." "دا ډېره د فخر خبره ده، چې زه به د فن د ټولنې او د خپل هېواد، پاکستان، استازیتوب کوم!"