پاکستاني ځواکونو ۲ وسله وال ووژل او ۳ شکمن کسان یې ونيول

د سټاف راپور

ملتان، پاکستان - جيو نيوز د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۲مه) راپور ورکړو چې پاکستاني پوليسو په ملتان او کراچۍ کې په بريدونو کې دوه وسله وال ووژل او درې شکمن کسان یې ونيول.

پوليسو وويل، درې تنه نور شکمن کسان په ملتان کې د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۲مه) د دغې وژونکي نښتې نه وتښتېدو.

په کراچۍ کې په همدې ورځ، پوليسو يو کس چې په ۱۸۰ کلوګرامه نشه يي توکو لرلو کې تورن وو، ونيولو. پوليسو د دغه ښار په يو بل ځای کې په یوه نښته کې دوه تنه شکمن کسان مجرمان زخميان کړل او ونيول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500