اسلام اباد - پاکستاني پوليس د څلورو فعالينو چې په اسلام آباد کې په تېره هفته کې ورک شوي وو په لټه کې دي.
دنیا تلويزيون د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۹مه) راپور ورکړو، په دغه څلورو فعالينو کې، چې ټول لیبرل ګڼل کیدو، احمد رضا نصير او د بشري حقونو درې فعالان: سلمان حيدر، احمد وقاص ګورايا او عاصم سعيد شامل دي.
دنیا تلويزيون زياته کړه چې امنيتي ځواکونه د دغه کسانو په ورکېدو کې د لاس لرلو نه انکار کوي.