اسلام اباد - ميډيا راپور ورکړو چې د بشري حقونو يو فعال د جمعې په ورځ (د جنورۍ په ۶ مه) په اسلام اباد کې اغوا شو.
سما د يکشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۸ مه) راپور ورکړو چې وسله والو سلمان حيدر چې په فاطمه جناح ويمن يونيورسټۍ کې يو پروفيسر او د بشري حقونو فعال دی ونيولو.
سلمان د اردو شعرونو له کبله هم شهرت لري.
د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان د اسلام اباد پولیسو ته امر ورکړو چې د سلمان ازادولو لپاره خپل کوششونه ګړندي کړي.