پاکستاني ځواکونو د وسله والو ۴ کمپونه تباه کړل

د سټاف راپور

کوټه - دنیا تلويزيون د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۵ مه) راپور ورکړو چې فرنټير کور (FC) او نورو امنيتي ادارو د وسله والو څلور کمپونه تباه کړل او د بلوچستان په ډیره بګټي ډسټرکټ کې يې د وسلو او ګوله بارودو يوه زیرمه ترلاسه کړه.

امنيتي چارواکي وايي چې دغه ځواکونو مشين ګنونه، راکټ لانچري او نوري وسلې نيولي دي.

د ډان خبرې اژانس راپور ورکړو چې له بلې خوا، د بلوچستان په پشين ډسټرکټ کې نامعلومه وسله وال کسانو د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۵ مه) د جمعيت علماء اسلام (فضل) يو قبايلي مشر او غړی ووژلو.

د ليوي فورس چارواکي وايي چې د ملک محمد عيسی قاتلان د پيښې د ځای نه وتښتېدل.

د وژل شوي مشر خپلوانو يوه احتجاجي مظاهره وکړه او د څه وخت لپاره يې د کوټې نه چمن ته لويه لاره بنده کړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500