کراچۍ - لږ تر لږه پنځه پاکستانیان په جلا جلا پيښو کې په ملي کچه وژل شوي دي.
د ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې وسله والو د چارشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۴مه) په کراچۍ کې د پولیسو سب انسپکټر اقبال محمود ووژلو.
د پولیسو سپرنټنډنټ (ايس پي) ډاکټر فهد احمد وويل، محمود د هدفي وژنو تحقيق کولو او په خپله د هدفي وژنې ښکار شو.
ډان خبري اژانس او جيو نيوز راپور ورکړو چې د کراچۍ په نورو برخو کې وسله والو د چارشنبې په ورځ د پوليسو يو خبر ورکونکی او يو بل کس ووژلو.
د جمشید ټاون ايس پي طاهر نوراني دريم قتل يو هدفي قتل وبللو.
دنیا تلويزيون د چارشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۴ مه) راپور ورکړو چې په کوټه کې په دوو هدفي وژنو کې د پوليسو يو افسر حبيب الله او د صوبايې ايجوکيشن ډپارټمنټ کار کونکی وحید خان ووژل شول.