کراچۍ - رسنيو راپور ورکړ چې د کراچۍ پوليسو په دې وروستيو کې د جماعت احرار دهشتګردې ډلې شپږ شکمن غړي ونيول.
دنیا تلويزيون د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲مه) راوپور ورکړ چې د جماعت احرار دغه شکمن کسان په کراچۍ کې د پوليسو د لوړ پوړو چارواکو په وژلو کې تورن دي.
سما نيوز راپور ورکړی چې په جلا ډول په کوټه کې د سړک د غاړې په يو ريموټ کنټرول بم چاودنه کې د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲مه) د فرنټير کور شپږ پرسونل زخميان شول.