۸ پاکستاني ترهګرو ته د پهانسۍ سزا ورکړی شوه

د سټاف راپور

راولپنډۍ - ميډيا راپور ورکړو چې د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د چهارشنبې په ورځ (د دسمبر په ۲۸مه) د اته محکوم ترهګرو د مرګ حکم باندې دستخط وکړو. نور درې ترهګرو ته د عمر بهر قيد سزا ورکړی شوه.

د دنيا نيوز له مخې، د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ISPR) وويل، په دغه اته محکوم شوي ترهګرو کې په سوات کې د منع شوی تحریک طالبان پاکستان پخوانی وياند، مسلم خان، شامل دی.

آی ايس پي آر زياته کړه، پوځي عدالتونو وموندل چې دغه اته کسان په مختلفو وژنو کې ښکيل وو. په دې کې په کراچۍ کې د ۲۰۱۵ کال په اپريل مياشت کې د ټولنیزې فعالې سبين محمود وژل او په کراچۍ کې د ۲۰۱۵ کال په می مياشت کې د ۴۰۰ نه زيات د بس مسافرو قتل عام شامل دي.

په دسمبر ۲۰۱۴ کې په پيښور کي په آرمي پبلک سکول کې د طالبانو لخوا د ۱۴۰ نه د زياتو ماشومانو او استاذانو د قتل عام نه لږ وروسته، پوځي عدالتونو د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په مياشت کې د دوو کالو د مودې لپاره کار شروع کړو.

ډان د چهارشنبې په ورځ (د دسمبر په ۲۸مه) راپور ورکړ، تر اوسه پورې، د مرګ په ۱۶۱ سزاګانو کې په ۱۲ باندې عمل کړی شوی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500