کراچۍ - جيو نيوز راپور ورکړ چې د پاکستان امنيتي ځواکونو د سه شنبې په ورځ (د دسمبر په ۲۰مه) په کراچۍ يونيورسټۍ باندې د بريد کولو يو پلان ناکامه کړو. امنيتي ځواکونو يو ترهګر ووژلو او څلور شکمن کسان يې ونيول.
ذرايع وايي، شکمن ترهګرو پلان لرلو چې په راتلونکي يو څو ورځو کې د کراچۍ يونيورسټي په نښه کړي، او هغوی يوه لارۍ چې د وسلو او بارودو نه ډکه وه چلوله، چې چارواکو دغه لارې په کتهور سيمه کې ودروله.
چارواکي وايي، پولیسو څلور کسان ونيول او پنځم چې د تېښتې کوشش يې کولو په ډزو وويشتو.