د پنجاب پوليسو د ټي ټي پي او داعش ۵ غړي ووژل

د سټاف راپور

اسلام اباد - د ډان خبري اژانس له مخې، د صوبې د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې (سي ټي ډي) وويل، د یکشنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۸مه) د پنجاب پوليسو په ډیره غازي خان ډسټرکټ کې لږ تر لږه پنځه وسله وال چې د تحریک طالبان پاکستان او داعش سره یې تړاو لرلو ووژل.

سي ټي ډي وويل: "دغه نښته د څه وخت لپار جاري وه. کله چې ډزې ودريدې، نو د خپلو ملګرو د ډزو له کبله پنځه ترهګر وژل شوي وموندل شول، په داسې حال کې چې درې يا څلور ترهګر په تیاره کې وتښتېدل."

سي ټي ډي وویل، درې يا څلور مشکوک وسله وال وتښتيدل.

د ډان خبري اژانس راپور ورکړ چې، له بلې خوا په بلوچستان کې، ناپېژاندو وسله والو د شنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۷مه) په آواران ډسټرکټ کې په ډسټرکټ پوليس افيسر عبدل عزيز جهاکراني او اسسټنټ کمېشنر فياض علی باندې هغه وخت حمله وکړه کله چې دوی د آواران نه بيلا ته تلل.

د ډان خبري اژانس له مخې، دواړه افسران بچ شول، خو د هغوی څلور ساتونکي زخميان شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500